د ملي پهلوان شهید زمانشاه؛ لنډ پیژندنه او لاسته راوړني
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...


د ملي پهلوان شهید زمانشاه؛

لنډ پیژندنه او لاسته راوړني

 

ارواښاد شهید زمانشاه د ډاکتر عبدالجبار نورزی زوی او دشهید حاجی عبدالرزاق خان لمسی دی.

ارواښاد زمانشاه په 1363 لمریز کال د زمری (اسد) د میاشتي په 4 نیټه د پشترود ولسوالی د چین په کلی کي زیژیدلی دی.

لومړنی زده کړی يي په ایران کي کله چي د خپل کورنی سره مهاجر و، پیل او وروسته يي د خواجه عبدالله بیدار چین په ښوونځی کي تر سره او منځنی زده کړی يي د شیخ ابونصر فراهی  په لیسه کي تر سره کړی او  دولسم ټولګی څخه فارغ التحصیل شو.

شهید زمانشاه پهلوان د لوړ او متین شخصیت او نیک سلوک خاوند و. د سپورت خصوصاً د غیږي نیولو سره يي ډیره مینه در لوده. چي پدی ډګر کي يي زیاتي ډیري ملي او بین المللي بریاوي او افتخارات ترلاسه کړیدی؛ په نړیوالو مسابقو کي يي ګډون وکړ او ډیر ښه وځلي دی، ډیر شهرت يي تر لاسه کړ. او څو ځلي يي د افغانستان د ویار ډک بیرغ په بین المللي سطحه ورپاوه، او اتل شو.

شهید پهلوان زمانشاه په غیژه نیولو کي لاندي افتخارات تر لاسه کړی دی.

د افغانستان د غیږي نیولو د ملي ټیم غړی و، چيپه مليمسابقاتو په 81 کیلو گرام وزن کي دوه ځلي لومړی مقام او یو ځل يي دویم مقام تر لاسه کړي دی.

په کال 1385 هجری شمسی د آسیایی مسابقو په لړ کي چي په کابل کي تر سره شو؛ په 81 کیلوگرام وزن کي د سپینو زرو مدال يي تر لاسه کړ.

په کال 1385 کي د غیږي نیولو په نړیوال فیستیوال (بین المللی مسابقات) کي چي د قزاقستان په پلازمیني الماتا کي تر سره شوی و، په 81 کیلو گرام وزن کي د برنز مدال تر لاسه کړ.

په کال 1389 کي د آسیايي مسابقاتو په لړ کي چي د ایران په هیواد کي تر سره شو، په 81 کیلوگرام وزن کي يي د برنز مډال تر لاسه کړ.

شهید زمانشاه یو ځوان پهلوان او ملي اتل و، په خپلو مینه والو او خصوصاً پر ځوانانو او د غیږي او سپورت پر مینه والو ډیر ګران و.

شهید پهلوان زمانشاه یو متدین ځوان د وطن مینه له جانه سره په زره کي درلود؛ په همدي هیله د خپل سپورت او ورزشي لاسته راوړني تر څنګ يي په کال 1389 کي د ماین پاکي موسسي (D.F.A ) کي د ماین پاکي مقدسه دنده پیل او مخته تلل.

اروښاد زمانشاه د 1390 کال د چنګاښ (سرطان) د میاشتي په 15 نیټه کله چي د ماین پاکي په مقدسه وظیفه بوخت و، د خپلو 30 تنو ملګرو سره د فراه ولایت د شمالگاه په کلی کي د افغانستان د خلکو او خاوری د آرامی او سعادت د دښمنانو له خوا اسیر شو، او دري ورځي وروسته تر ډیر ظلم او شکنجي وروسته د سرطان په 18 نیټه د خپل درو تنو همکارانو سره یو ځای په ډیر قساوت او بیرحمی شهید شو.

الله پاک دي دده شهادت قبول او مقبول وګرځوي.

د ده سپیڅلی روح دي ښاد او د ده یاد دي تل ژوندي او ګرامي وي!

 


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب